د ايران د قرانی خبری اژانس(ايكنا) په ګزارش، كومو ميلمنو چې په انسجام اسلامی سمينار چې د «شيخ محمدجواد مغنية» او «علامه عبدالله العلايلی» له درناوی لپاره ترسره شوی و، كښې ګډون كړې و هغوی د سه شنبې په ورځ د وری د مياشتې په ٤ نیټه د لبنان د شيعو د اعلای مجلس د مشر نايب «عبدالامير قبلان» او «آيتالله سيدمحمد حسين فضل الله» سره جدا جدا ليدل وكړل او د شهيد مغنيه په مزار یې حاضری وركړه ا فاتحه یې ولوسته.
په دې ليدنه كښې د تقريب مذاهب اسلامی د غوڼدې سترسكتر«آيت الله تسخيری»، د اهلبيتو(ع) د نړيوالې غونډې سترسكتر «حجت الاسلام والمسليمن اختری» او د مجلس شواری اسلامی كلتوری كميشن غړې «هدايتخواه» هم موجود وو. او همدارنګ د جمهوری اسلامی ايران سفير «شيبانی»او په لبنان كښې د ايران د كلتوری مركز غړې «رئيسزاده» هم پكښې موجود وو. ايت الله تسخيری حاضران يو تر بله معرفی كړل او د سمينار په هكله یې خبرې وكړی.
380547