د ايران د قرانی خبری اژانس(ايكنا) د سوریې د څانګې په ګزارش چې د دې هيواد له رسمی خبری اژانس(سانا) یې نقلوی، حسون د دې خبرې په كولو سره سره پرون د وری د مياشتې په ٤ نیټه د انفاق د صندوق له خلاصيدو سره سره وويل: انفاق د قران له مؤكدو سنتونو څخه دی چې د يوې ټولنې په مخپرتګ كښې ډېر لوی رول لری.
د سوریې د ټول هيواد مفتی وويل: كه مونږ اسلامی ارزښتونو ته په پام د انفاق طريقې زياتې كړو نو هغه به د دې سبب شی چې په دين كښې به محبت، مودت، رحمت او تسامح هم زياته څرګنده شی.
حسون همدارنګ هيله من شو چې دا طريقه او پلان دې زر تر زره اجرايی صور اختيار كړی.
380283