د ايران د قرانی خبری اژانس(ايكنا) د جمهوری قرقيزستان د څانګې په ګزارش، د قرقيزستان د مسلمانانو د عالمانو په غوښته د دې هيواد خلكو دا ژمنه كړې چې په بيشكك ښار كښې له ټولو لوی جمات جوړ كړی.
د دې پروګرام پر اساس ټول خيرخواهان او مينه وال كولی شی چې په خپلو نقدی مرستو سره د دې جامع جمات په جوړولو كښې برخه واخلی.
د قرقيزستان د مسلمانانو د ادارې مشر «مرادعلی حاجی جومانوف» اعلان كړی و چې د دې جمات خرچ تقريبا څلور ملينه ډالره دې چې تر اوسه خلكو ورته څلویښتمه برخه راټول كړی دی او ځينې پيسې ورته له عربی هيوادونو راغونډې شوی دی.
380513