IQNA

په هالينډ كې د اسلامی تحقيقاتو نوې مركز جوړیږی

20:26 - March 29, 2009
د خبر لمبر: 1758763
نړيواله ډله: د هالينډ تعليم وزير ښاغلی رونالد پلاسترك غواړی چې د isis د اسلامی مطالعاتو او څیړنو پوهنتونی مركز لپاره دوه نيم ميليونه يورو مختص كړی.
د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس چې له bulletins-electroniques یې نقلوی دا مركزد نړيوالې اكیډمی د تحقيقاتو او ښودنې چارو او استدلالی بحثونو مضبوطولو كې ګډون لپاره جوړیږی.
Isis په نوی نړۍ كې د اسلامی تحقيقاتو د مركز يو پرمختللې قسم دی. چې په عيسوې كال 1988 كې په لیډ ښار كې جوړ شوې و
ای ايس ای ايس هم د مخكښينې تحقيقاتو مركز په شان د اسلامی تاريخ پر اساس د نوی اسلامی اولس د ټولنيز، كلتوری او سياسی پرمختګ په باره كې تحقيق كولو مقصد لری
د هالينډ څلور پوهيتونونه د مخكښينی تحقيقاتو مركز غړی لكه امسترډم، لیډ، ينمګ او اوترخت پوهنتونونه، د دې نوی مركز سره هم په څیړنو كې مرسته او همكاری كوی.
همدا شان اتيبورګ، اراسموس روترډام ، د امسترډم ازاد پوهنتون او ګرونیګ پوهنتونونه هم د ذكر شويو پوهنتونونو سره په تحقيقاتو كې مرسته كوی.
يادونه كوو چې هالينډ د دولسو پوهنتونونو څخه يوازې څلور پوهنتونونه دی چې په دې مرسته كې برخه نه اخلی.
د لیډ پوهنتون د دې تحقيقی مركز د لومړی دريو كالو خرچه په غاړه اخستی ده.
380822
captcha