د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو افتخاری خبريال د راپور پر اساس، چې له اطلاع رسولو مركز خيمه چې هغه یې له Daily Express، نقلوی انجم چودری چې د انګلستان د مسلمانانو يو لارښود دی د جمعې په ورځ خپلې وينا كې وويل: په انګلستان كې بايد اسلامی قانونونه اجرا شی لكه څنګه به چې په پاكستان هندوستان او بنګلاديش كې ډير زر اجرا كیږی
چودری لږ وخت مخكښې يو غورځنګ اسلام انګلستان لپاره نومې جوړ كړ چې هغه په انګلستان كې د اسلامی شريعت نفاذ غواړی هغه په خپلې وينا كې وويل چې مسلمانان به ډير زر په ټولې نړۍ واكمن شی لكه څنګه چې په سپين ماڼې واكمن شو
چوهدری زياته كړه چې سلګونو كاله مخكښې مسلمانانو په ټولو ملتونو حكومت او واكمنی كوله او د نړۍ یې د جهل ګردې غورځولی وې هغه وويل كه زه وايم چې په انګلستان كې شريعت نافذ شی زما خبره هیڅوك نه قبلوی خو زه وايم په نړۍ د اسلام واكمنی وخت رارسيدلې دی
د لندن ښار امام جمعې دا هم ويلی دی چې اسلامی پوځ به له ختیځه تر لويدیځه ټوله نړۍ خپل كنټرول كې واخلی
د دې وينا نه پس د انګلينډ پوليس چودری د دې خبرو وضاحت لپاره پوليس سټيشن ته غوښتې دی
381005