IQNA

« په قران كې د اسلام تاريخ » كتاب خپور شو

10:21 - March 30, 2009
د خبر لمبر: 1758832
د ادب ډله: «په قران كې د اسلام تاريخ» نومې كتاب په مجمع البيان كې د قران د نازليدو سببونو څیړل، ليكوال محمد اخوان د مرسل خپرندوې لخوا په لمريز كال 1387 كې خپور شو.
د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس دا كتاب دوه څپركې لری لومړې څپركې یې د مجمع البيان كې د نزول اسبابو څیړلی دی او د امين الاسلام طبرسی (د مجمع البيان ليكوال) د قرانی ايتونو د شان نزول په هكله راغلی ايتونه جاجولی دی
د دې كتاب په دوم څپركې كې لومړې د قران پاك دمعجزې ښودلو لره د تاريخ اسلام يو لنډ تاريخ یې بيان كړې ده اوبيا د لومړی څپركی لیډيز یې بيان كړی ده او د اوايل اسلام پیښې یې په دوو برخو كې يانی له هجرته مخكښې او د هجرت نه وروسته ذكر كړی دی.
ليكوال د قران پاك د سورتونو په ترتيب سره د قران د نزول په اسبابو پيل كړې ده او د دې كتا ب یې له نورو سرچينو سره مقايسه هم كړی ده
دا كتاب تقريبا 700 مخونه لری او د شمير یې 1000 دی او بيه یې 7500 تومان دی د مرسل خپرندوې لخوا لمريز كال 1387 كې خپور شوې دی
380798
captcha