IQNA

د «طاهره صفارزاده» د نهج البلاغه انګريزۍ ژباړه خپرۀ شوه

12:14 - March 31, 2009
د خبر لمبر: 1759114
د ادب ډله: د ميرمن «طاهره صفارزاده» د ژوند اخيری اثر چې د نهج البلاغې انګريزی ترجمه ده د هغې د مرګه نه شپږ مياشتې وروسته په دريو ژبو فارسی، عربی و انګريزی كې د رهنما خپرندوې لخوا خپرۀ شوه
د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، دا ترجمه د ليكوالې «طاهره صفارزاده» په كوښښ سره په يو وخت په دريو ژبو فارسی عربی او انګريزی خپره شوه خو د هغې ميرمن د ناروغې لامله نيمګړې شوه او سر ته ونه رسيده او چې ترجمه شوې وه هومره چاپ شوه
«طاهره صفارزاده» د نهج البلاغه ترجمې په هكله ويلی وو چې دې ترجمې لپاره مې تاريخی پیښو ته نظر نه وو بلكه د حضرت امام علی عليه السلام د تفكر عقيدتی او لارښودی مسايلو په هكله ليدتوګې ته پاملرنه وه
هغې له دې مخكښې د قران پاك او د جوشن كبير دعا ترجمې هم خپرۀ كړی دی داسې څرګندونه كړی وه چې د مطلب پوهې لپاره يو غير مسلمان لره د تاريخی مسايلو بيانول مطلب نور هم ګډ وډوی هم دې لامله ما په خپلې ترجمې كې هڅه كړې ده چې د مطلب روښانولو لره مفهومی ترجمه وشی.
«طاهره صفارزاده» دا ترجمه د نهج البلاغې د ځينو برخو ترجمه وبلله او ويلې یې وو چې د نهج البلاغه د ليكونو، د حكمت خبرو او يو څو بنيادی خطبو ترجمه ده
دې ترجمې 224 مخونه دی او په وزيری شكل كې دی او د چاپ ټول شمير یې 3000 دی او بيه یې د خپرندوې لخوا 200 سوه روپۍ ده.
«طاهره صفارزاده» په كال 1315 كې د ايران په سيرجان ښار سترګې خلاصې كړې وې او د تير لمريز كال په اتمه مياشته یې له دې دنيا سترګې پټې كړې.
381025
captcha