د ايران د قرانی خبری اژانس(ايكنا) د دارالحديث د عملی او كلتوری برخې په ګزارش، دوه مياشتنۍ «حديث زندگی» مجله په دريو برخو علمی، ټولنيز او ادبی برخو كښې د عشق د موضوع لاندې خپره شوه.
مينه والی یې كولے شی د www.hadithezendegi.com سایټ په وسيله دې دې مجلې سره اړيكه وساتی او د حديث زندګی ټولے ګڼې او د حديث زندګی ټول كتابونه دې تر لاسه كړی.
«حديث زندگی»، دوه مياشتنۍ علمی كلتوری او ادبی ځوانانو سره خاصه مجله ده چې په موضوع شكل كښې په هرې يوې ګڼې كښې په خاص موضوع خبرې كوی او هڅه كوی چې په علمی شكل خو ساده ټكو سره د ځوانانو لپاره په هغه موضوعاتو خبرې وكړی چې ځوانان ورته اړمن دی د دې لپاره چې په ټولو برخو ، ادبيات، هنر او دانش كښې د اسلام او ايران كلتور څرګند كړی.
دا مجله د 1380كال د تلې له مياشتې له څلورو وړاندې ګڼو پرته، هو دوه مياشتې پس چاپ شوه او له دريو برخو، علمی، ټولنيزه او ادبی برخو جوړه شوې وه .
د «حديث زندگی» اخرنۍ دوه مياشتنۍ ګڼه د دارالحديث د علمی كلتوری مؤسسې له خوا د «محمد محمدی نيك» په مشرې او «عبدالله حسنزاده» په سكترۍ كښې د عشق تر موضوع لاندې خپره شوه.
381303