د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، چې د اطلاع رسولو مركز«نسيج» یې نقلوی، د مسلمانانو او عيسايانو د قدس او مقدساتو حامی انجمن، په دوحه غونډه كې خپل ځانګړی پيغام كې اعلان وكړ: د اسرائيل نيواكګر ځواكونو د په تيرو كلونوكې د فلسطين د مسلمان او عيسانی ښاريانو د ايستلو كوښښ كړی دی او اوس هم دې سيمې ته ډير خطرې شته
په دې پيغام كې راغلی دی چې اسرائيل رژيم د خپل نسل پرستانه اقداماتو كې د فلسطين اسلامی هويت تباه كړی او خپله په دې ښار كې نفوذ وكړی او دا ډيره لويه او غټه خطره ده
د مسلمانانو او عيسايانو د قدس او مقدساتو حامی انجمن، د دې پيغام په پاې كې راغلی دی په قدس شريف كې د اسرائيلو لخوا وركوټی ښارونو د جوړولو كار د صهيونسټانو لخوا په فلسطين باندې قبضه كول دی او د دې سيمې د نورو سميو سره د اړيكې ختمول دی
د عرب ګاونډيانو د مشرايزه غونډې د قطر په دوحې ښار كې د دوری د مياشتې په نهمه نیټه خپل كار پيل كړ او پرون شپې د يوې بيانيی په پراخولو یې خپل كار ختم كړ
381722