IQNA

دينی عالمان بايد خپل كړچار او عمل سره د دين تبليغ وكړی

9:40 - April 01, 2009
د خبر لمبر: 1759386
د افتخاری خبريالو ډله / محمود بابايی‌سواسری: دينی عالمان بايد خپل كړچار او عمل سره د دين تبليغ وكړی ځكه چې اكثر خلق د دينی عالمانو كړچار ته سترګې غړوی.
د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس چې د ګيلان د صوبې د اسلامی تبليغاتو د ستر ادارې د عمومی راوبطو یې نقلوی، د ګيلان د صوبې د اسلامی تبليغاتو د ستر ادارې مشر ښاغلی حجت‌الاسلام «جمال ياری» د دې مطلب په بيان سره په رشت كې د جوماتونو د امامانو غونډې ته وويل: د علم حاصلول او د تبليغ مهارتونه زده كول په تبليغ كې ډير اغيز لری خو هغه څيز چې له دې هم زيات په خلقو اثر اچوی د عالمانو په خپل علم باندې عمل دی.
هغه د وينا په دوام كې د دين تبليغ د خداې پاك يو نعمت وباله او وويل: تبليغ د نبيانو اصلی كار ؤ او عالمان د پيغمبرانو لارې ته دوام وركونكی دی
د ګيلان د صوبې د اسلامی تبليغاتو د ستر ادارې مشر ښاغلی حجت‌الاسلام «جمال ياری» څرګنده كړه: په روان وخت كې، شبهو ته ځواب وركول، ځانګړی مهارتونو ته اړتيا لری او تبليغی وغواړی چې په ټولو ميدانونو كې ځواب وركوونكې شی نو بايد ټول مهارتونه زده كړی
381551
captcha