د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د جنوب ختیځې ايشيا د يو راپور پر اساس، چې د ملايشيا د خبری اژانسه یې نقلوی د ملايشيا نړيوال اسلامی پوهنتون د عمومی اړيكو مشر ښاغلی «احمد محمد رضوان» په دې هكله وويل: د ډاكټرۍ دا سامان د يو ډاكټری ښار په شكل كې مونږ ته راكړې شو په دې ښار كې يو پوهنتون، روغتون، د څیړنو مركز، د ډاكټرۍ او تجارت مركز، د كانفرنسو هال، هوټل او د محصلانو يو هاسټل شامل دی.
ښاغلی «احمد محمد رضوان» زياته كړه: همدا رنګ په دې ښار كې د ډاكټرانو د خصوصی تعليم او تحصص لپاره يوه پوهنځه هم شته چې پكښې ډاكټران كولې شی د ډاكټرۍ يو ميدان كې تحصص وكړی
381415