IQNA

د «پوكا» د ښار مفتی د البانی د قرانی مؤسسې ليدنه وكړه

9:35 - April 01, 2009
د خبر لمبر: 1759389
د قرانی كارونو ډله: د «پوكا» د ښار مفتی «گزين كوپانی» پرون د وری د مياشتې په لسمه نیټه دالبانی د قرانی مؤسسې چې د دې هيواد په پلازمينه «تيرنا» كښې واقع ده ليدنه وكړه او د دې مؤسسې مشر سره یې خبرې اترې وكړی.
د ايران د قرانی خبری اژانس(ايكنا) د بالكان څانګې په ګزارش، په دې ليدنه كښې كزين كوپانی د سمينې كلتوری ګزارش بيان كړ.

هغه د خپل بيان په ځينې خبرو كښې وويل: دې وخت په پوكا كښې كلتوری پروګرامونو ته اړمن يو په دې ښار كښې مسلمانان كم دی او اكثر پكښې عيسايان دی.

هغه زياته كړه: له بده مرغه په دې ښار كښې ډېر داسې كسان شته چې هغوی د اسلام له لومړيو حكمونو هم نه دی خبر او تر دې چې د پيغمبر(ص) په هكله ورته هم صحيح پته نشته.


د البانی د قرانی مؤسسې مشر «محمدرضا حاج خضر» ګزين سره په ليدنه د خوشحالۍ څرګندونه وكړه او هغه ته یې وعده وركړه چې په دينی او قرانی محفلونو كښې به هغه سره مرسته كوی.
381761
captcha