IQNA

د غزې د قرانی مقابلو د خوښ شويو كسانو درناوې وشو

9:39 - April 01, 2009
د خبر لمبر: 1759391
نړيواله ډله: پرون د وری د مياشتې په لسمه نیټه د غزې د شمالی ښودنې او روزنې چارو د برخې په مرسته د غزې د قرانی مقابلو د خوښ شويو كسانو درناوې وشو.
د ايران د قرانی خبری اژانس(ايكنا) په ګزارش چې له «نسيج» اطلاع رسوونكی مركز یې نقلوی، په دې پروګرام كښې ځينې د مدرسو مشرانو، د دارالقران مشرانو د ښوونې او روزنې د برخې ځينې مشرانو لكه د روزنيزو چارو مشر «مدحت الزطمه» او د تجسمی هنرونو د برخې مشر «احمد الشامی» پښكې ګډون وكړ.

د غزې د ښودنې او روزنې له مشرانو څخه «عبدالعزيز فارس» اعلان وكړ: دې مركز د غزې د شمالی سيمې د دارالقران په مرسته د قران ډېرې مقابلې ترسره كړې او تراوسه پورې ډېرو زياتو كسانو په دې دارالقران كښې د قران حفظ وكړ.

د غزې د ښوونې او روزنې مشر «نهی شتات» وويل: قران پيژندنه او قرانی كارونه ترسره كونه د خدای په نزد له لويو عبادتونو او لويو عملونو څخه دی.
381680
captcha