IQNA

په تايی لينډ كې د امام خمينی (رح) د ماندينې د وفات لومړۍ جمعه ولمانځل شوه

12:25 - April 03, 2009
د خبر لمبر: 1759575
سياسی او ټولنيزه ډله: د امام خمينې رحمه الله عليه د مينه والو او د تايی لينډ اسلامی موسسې په مرستې سره د دې مؤسسې په دارالقران كې د امام خمينی (رح) د ماندينې د وفات لومړۍ پنجشنبې مراسم د دوشنبه په ورځ د دوری د مياشتې په 10 نیټه تر سره شول.
د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، د تايی لينډ د اسلامی موسسې په دارالقران كې، د ماښام او ماښخوتن نمانځه نه پس د تايی لينډ د مسلمانانو په ګډون د امام خمينی (رح) د ماندينې د وفات لومړۍ جمعه ولمانځل شوه
د دې مراسمو په سر كې لومړۍ د ارواښادې «ثقفی» د ايصاب ثواب لپاره قران خوانی او فاتحه او د مغفرت دعا وشوه
پس له دې په تايی لينډ كې د ايران د كلتوری مركز مشر ښاغلی «تمهيدی» د دې مراسمو په ترسره كولو په خاطر، د تايی لينډ د اسلامی موسسې له مشرانو او ورسره د تايی لينډ د مسلمانانو او شيعيانو د امام خمينی رحمه الله عليه او د هغه كورنۍ سره د مينې او عشق لرلو په وجه د شكریې ادا كولو په ترڅ كې د امام خمينې رحمه الله عليه د ماندينې د وفات په مناسبت ټولو ته تسليت عرض كړ.
په تايی لينډ كې د ايران د كلتوری مركز مشر په دوام كې د امام خمينې (رح) د ماندينې د ژوند ځانګرتياوې بيان كړې او حاضر خلقو ته یې د امام خمينې رحمه الله عليه د ماندينې هغه كيسې چې د انقلاب په وخت كې ورته پیښې شوې وی بيان كړې چې كومې یې د امام خمينې رحمه الله عليه له ملګرو اوريدلې وې.
د دې مراسمو يو بل ويناوال ښاغلی«شيخ صالح» هم د امام خمينې رحمه الله عليه د ماندينې د امام سره د اويا كلونو ګډ ژوند هغه كيسې بيان كړې چې كومې هغې ليكلې وی
له دې وروسته د ميرمن «ثقفی» د مرګ او د جنازې او د امام خمينې رحمه الله عليه په حرم كې، خاورو ته سپارلو فيلم هم وښودل شو
او په پاې كې د پيام اسلام مجلې نوې ګڼه چې پكښې د امام خمنیې رحمه الله عليه د ماندينې د وفات په مناسبت د ايرن ستر لارښود پيغام په تايی ژبه كې راغلې و په ګډون كوونكيو ويش شو
381739
captcha