IQNA

په اردن كښې د «قرآنی ژوند» په نامه اينټرنیټی ریډيو شورو كیږی

9:27 - April 04, 2009
د خبر لمبر: 1759791
كلتوری او ټولنيزه ډله: د اردن د ژوند FM ریډيو چينل خپلې چارې پراخوی او ډېر زر به د «قرآنی ژوند» په نامه اينټرنیټی ریډيو شورو كړی.
د ايران د قرانی خبری اژانس(ايكنا) د اردن څانګې په ګزارش چې د دې هيواد د «الدستور» ورځپاڼې یې نقلوی، د اردن د ژوند FM ریډيو چينل چاروال د دې خبر په اعلان سره وويل: د دې چينل نوی پروګرامونه چې په راتلونكی وخت كښې به ترسره شی په دا رنګ دی د سپوږميز چينل خپرتيا له Nile sat په مرسته او همدارنګ د پرمختللی اوزارو او نوی سټوډيو په مرسته.

هغه زياته كړه: د دې چينل پروګرامونه به د «قرآنی ژوند» د چينل په شورو كيدو سره نور هم معنوی رنګ كښې رنګ شی او هم به په خپل اصلی مطلب يعنې د اسلام په رسولو كښې كامياب شو.

ساكت دې ته پام چې دا چينل نيم ملينه اوريدونكی لری وويل: د دې چينل بل لوړ مطلب دا دی چې خلك په خدای باندې ايمان پوخ كړی او د اسلامی ارزښتونو د سوری لاندې ښه ژوند ولری او مونږ د دين د پراختيا او عزت لپاره هڅه او كوشش وكړو.

هغه زياته كړه: په دې برخې كښې د تفصيلی خبرونو، د خبری ګزارشونو زياتول او همدرنګ د ځوانانو لپاره نور پروګرامونه زياتول د دې چينل نوی پروګرامونه دی.
382127
captcha