IQNA

ايسسكو به د OIC د مؤسسو د مرستې په ناسته كښې ګډون كوی

9:25 - April 04, 2009
د خبر لمبر: 1759798
نړيواله ډله: د اسلامی كلتور او علمونو د ښوونې غونډه «آيسسكو» به د OIC د اسلامی كانفرنس د غړو، مؤسسو او حمايتی ډلو په ناسته كښې ګډون كوی.
د ايران د قرانی خبری اژانس(ايكنا) په ګزارش چې له ISESCO یې نقلوی، دا ناسته به د د وری د مياشتې په 18 او 19 نیټه (7 او 8 اپريل) په جده كښې د اسلامی كانفرنس په ځای كښې ترسره كيیږی چې په كښې به په يويشتمه پیړۍ كښې اسلامی امت ته ورپیښې ستونزو سره د مقابلې لپاره د لس كلن پروګرام په مسلو خبرې كیږی.

د دې سازمان كانفرنس اسلامی لس كلن پروګرام د 2005 كال د دسمبر په مياشته كښې د OIC په دريمې ناڅاپی ناسته كښې په مكې كښې جوړ شو.

چې ايسسكو به ورسره له 2006 تر 2015كال پورې په دې لس كلن پروګرام كښې ګډون كوی.

د يادونې ده چې ايسسكو له 2006 تر 2008 پورې له 600 زياتو پروګرامونو كښې له 30 ميليونو زياتو ډالرو سره په لويدیځو هيوادونو كښې د هغه اسلامی ټولنو مرسته كړې ده چې هيوادونه یې د دې پروګرام غړی دی.
382104

captcha