IQNA

د تهران د جمعې په لومړۍ خطبې كې د قران او حديثونو كې د «ذكرالله» بيان

10:17 - April 04, 2009
د خبر لمبر: 1759847
سياسی ډله: د تهران د جمعې د لمانځه امام حجت‌الاسلام وا‌لمسلمين سيداحمد خاتمی د اسلامی اخلاق د مباحثو په دوام كې د قران پاك او حديث په رڼا كې ذكر الله او د ذكر قسمونه بيان كړ
د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، د نوی كال 1388 دوهم جمعې لمونځ نن د دوری د مياشتې په 14 نیټه د حجت‌الاسلام وا‌لمسلمين سيداحمد خاتمی په امامت كې د زرګونو كسانو په ګډون سره په تهران پوهنتون كې تر سر شو.
د جمعې په دې لمونځ كې د جمعې امام خلقو ته د تقوا او پرهيزګارۍ د نصيحت او د الله تعالی ثنا نه پس د امام حسن عسكری عليه السلام ميلاد ته په اشاری سره د دې امام يو حديث وړاندې كړ او ويويل: دوه څيزونه داسې دی چې له هغه د پاسه بل څه نشته ، يو په دخدای باندې ايمان راوړل او بل خپلو مسلمانانو وروڼو ته ګټه رسول كتاب ( تحف‌العقول)
د تهران د جمعې خطيب بيا خپل موضوع يانی ذكر الله په هكله خبرې شورو كړی او ويويل د الله تعالی سره د مينې او محبت چابۍ د هغه ذكر او ياد دی ځكه چې هغه كس چې د خدای پاك په ياد كې دی خقيقت كې د خدای پاك مونس او ملګرې دی
د تهران د جمعې خطيب علامه حجت‌الاسلام وا‌لمسلمين سيداحمد خاتمی زياته كړه : د ذكر ټكی په قران او حديثونو كې 15 مانې راغلی دی خو د ذكر الله يوازې ده معنې بيان شوی دی يو زبانی ذكر او بل ذكر قلبی (د ژبې ذكر او د زړه سره ذكر)
د تهران جمعې تفصيلی خطبې به بيا وړاندې كوو
382182
captcha