IQNA

خاتمی: د امريكې د كړچار بدلون ته منتظر يوو

10:17 - April 04, 2009
د خبر لمبر: 1759849
سياسی ډله: د تهران د جمعې لمانځه امام د امريكې لخوا د بدلون خبرو ته اشارې سره وويل د امريكې د كړچار بدلون ته منتظر يوو او تر اوسه پورې يوازې د خلې خبرې او شكلونه بدل شوی دی بل څه نه حجت‌الاسلام سيداحمد خاتمی
د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، د تهران د جمعې لمونځ امام ښاغلی علامه حجت‌الاسلام والمسلمين سيداحمد خاتمی نن د جمعې په ورځ د دوری د مياشتې په 15 نیټه د جمعې لمانځه په دويمه خطبه كې د ايران ستر لارښود د نوې كال د وينا او پيغام ته په پام سره وويل: د ايران ستر لارښود د ايران او امريكې د اړيكې په هكله خبرو ته اشاره وكړه او ويويل: د امريكې د كړچار بدلون ته منتظر يوو او تر اوسه پورې يوازې د خلې خبرې او شكلونه بدل شوی دی بل څه نه او د انقلاب د بريالی كيدو له ديروشو كالو امريكې يو ورځ هم د ايران د دښمنۍ لاس ندی اخستې
د تهران د جمعی امام دعربو مشرانو د يويشتمې غونډې ته په اشارې سره زياته كړه: په دې غونډه كې د ايران د درېو ټاپوګانو خبره مطرح كول د شرم خبره ده
هغه وويل: د ايران دستر تنب ، كوچنی تنب او ابوموسی ټاپوګانو په هكله بې اساسه او چټی ادعاګانو مطرح كيدل د ايران په كورنيو چارو كښې ښكاره لاسوهنه ده.
د تهران د جمعې امام په دې خبرې سره چې دغه درې ټاپوګان او جزيرې د تاريخ په اوږدو كښې دايران دټاټوبی نه بيليدونكی برخه وې او دی ټينګار وكړ دا ډول بې اساسه او د تاريخی واقعينونو په اپوټه دریځونه به په ستر تنب، كوچنی تنب او ابوموسی د ايران په واكمنۍ هیڅ اغيز ونه لری.
هغه زياته كړه: زياته كړه په ځينو عربی ټولنو كښې چټی ادعاګانو ته دلمن وهلو دغه نا كارنده او رټل شوی رودې تكرار به د فلسطين دمظلومو خلكو په ضد دصهيونيسټ رژيم له زياتيدونكو ګواښونو او داسلامی نړۍ له اصلی مسايلو او په لويدیځې غاړې او دغزې تړانګې دخلكو په ضد دصهيونيسټ رژيم دځواكونو دپرله پسې حملو له كبله له كړاونو اودكلابندۍ له مشكلاتو دعمومی افكارو له پام غړولو پرته بله كومه نتيجه ونلری
382048
captcha