د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د د بالكان د څانګې د يو راپور پر اساس، دا مجله د البانيه د قرانی موسسې لخوا د عامو خلقو د قرانی او معنوی مباحثو سره اشنایۍ لپاره خپریږی.
د دې مجلې په لومړۍ برخې كې د خداې ، پيغمران او خلق په عنوان سره د انسانانو د معنوی دنيا سره د ارتباط او اړيكې اړتيا بيان شوې ده او پيغمبران یې د الهی فيض سره د اړيكې پيدا ويدو لپاره یې پيغمبران غوره وسيله بيان كړی ده او د اسمان او زمكې تر مينځ د ارتباط سمه ذريعه هم انبياء دی
د دې مجلې د دويم برخې تر څلورمې برخې پورې د پيغمبر اكرم صلی الله عليه و آله وسلم د شخصيت په هكله د قران پاك ايتونه او پيغمبر اكرم صلی الله عليه و آله وسلم سره مينه او عشق ، موضوع ګانې راغلی دی
د «كشيلا» په پنځمه برخه كې د« ايا خبر يئ» عنوان تر لاندې په قران كې قيامت موضوع او په شپږمې برخې كې د الله تعالی د پاك نومونو څخه د سلام نوم معنی او تفسير بيان شوې دی
د كشيلا (موعظه ) مجله د تير شويو موضوع ګانو نه علاوه ډول ډول موضوع ګان لری لكه حديثونه، شعرونه، اسلامی كيسې، نفسياتې مطالب او د كورنۍ مطالب .
382046