IQNA

په فرانس كښې د «پيرس جماتونه» په نامه مستند فلم ښودل كیږی

9:24 - April 05, 2009
د خبر لمبر: 1760276
نړيواله ډله: د «پيرس جماتونه» مستند فلم په لسم اپريل د جمعې په ورځ د فرانس په «مارسی» ښار كښې ښودل كیږی.
د ايران د قرانی خبری اژانس(ايكنا) په ګزارش چې له saphirnews یې نقلوی، په دې فلم كښې د انسان په فردی او ټولنيز ژوند كښې د جماتو رول څیړل شوی دی او پكښې په دې هكله د ډېرو زياتو مسلمانانو ليدتوګې بيان شوی دی. د «پيرس جماتونه» مستند فلم د « ژان ميشل ری‌یِرا»(Jean-Michel RIERA) په ډائيكرۍ كښې د پيرس د لوی جمات په مرسته جوړ شوی او د جمعې له ورځې د وری د مياشتې په 21 نیټه د مارسی ښار په «ماتيو استيلاتی» روډ ښودل كیږی.
382463
captcha