د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، چې د كويت خبری اژانس یې نقلوی په دې دری ورځنې كانفرنس كې د اسلامی كانفرنس غړيو هيوادونو د دې كانفرنس فرعی او خصوصی مؤسسو او د ايسسكو د اسلامی كلتور څخه 57 استازيو ګډون كوی.
ايسسكو د يوې بيانیې په صادر كولو سره په دې هكله اعلان وكړ د بهرنيو روابطو مشر ښاغلی «محمد الغماری» به په دې كانفرنس كې د اسلامی تعليماتو او كلتور په هكله د ايسسكو د فعالتونو خصوصی ګزارش وړاندې كوی.
د دې بيانیې په پاې كې ټينګار شوې دی الغماری به د ايسسكو د تمدنو تر مينځ د خبرو اترو د پخولو كوششونه او د «فلسطين»، «عراق»، «افغانستان» او «سوماليا» د تعليمی علمی او كلتوری موسسو سره د ايسسكو د ملاتړ په هكله ګډون كوونكيو ته راپور وركوی او وضاحت به ورته كو.
382510