IQNA

د اسلامی كانفرنس د غونډې د اسلامی انجمن ناسته په سعودی عرب كې پيلیږی

9:21 - April 05, 2009
د خبر لمبر: 1760282
نړيواله ډله: اسلامی كانفرنس سره تړلی د اسلامی انجمن اقتصادی، كلتوری او اجتماعی چارو دوه ديرشمه ناسته نن د دوری د مياشتې په 15 نیټه د سعودی عرب په جده ښار كې پيلیږی.
د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، چې د كويت خبری اژانس یې نقلوی په دې دری ورځنې كانفرنس كې د اسلامی كانفرنس غړيو هيوادونو د دې كانفرنس فرعی او خصوصی مؤسسو او د ايسسكو د اسلامی كلتور څخه 57 استازيو ګډون كوی.
ايسسكو د يوې بيانیې په صادر كولو سره په دې هكله اعلان وكړ د بهرنيو روابطو مشر ښاغلی «محمد الغماری» به په دې كانفرنس كې د اسلامی تعليماتو او كلتور په هكله د ايسسكو د فعالتونو خصوصی ګزارش وړاندې كوی.
د دې بيانیې په پاې كې ټينګار شوې دی الغماری به د ايسسكو د تمدنو تر مينځ د خبرو اترو د پخولو كوششونه او د «فلسطين»، «عراق»، «افغانستان» او «سوماليا» د تعليمی علمی او كلتوری موسسو سره د ايسسكو د ملاتړ په هكله ګډون كوونكيو ته راپور وركوی او وضاحت به ورته كو.
382510

captcha