IQNA

د قرقيزستان له ټيلی ويژنه د «شرعيت» په نامه اسلامی پروګرام خپریږی

7:44 - April 06, 2009
د خبر لمبر: 1760758
كلتور او هنر ډله: د «شرعيت» په نامه ځانګرې اسلامی پروګرام به د قرقيزستان د ټيلی ويژن له «ЭХО МАНАСА» چينله خپریږی
د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د قرقيزستان د څانګې د يو راپور پر اساس، دا پروګرام د دې هيواد د ټيلی ويژن «ЭХО МАНАСА» چينل د مشرتابۀ لخوا په يو وړانديز كې د قرقيزستان د ولس خلقو د شرعی مسايلو سره له زياتې اشنايی لپاره په اوونۍ كې دوه ځله خپریږی.
همدا رنګ د مكې د «امّ القری» پوهنتون محصل او د قرقيزستان د مسلمانان روحانيانو ادارې د فتوو برخو مشر ښاغلی «چوباق حاجی جلال‌اف» د دې پروګرام د خپرولو ذمه په غاړه اخستې ده
«چوباق حاجی جلال‌اف» سره د شرعی علمونوPHD ډګری هم شته او په دې پروګرام كې هغه د ورځو او نور مختلف ډول شرعی احكام بيانوی او تشريح یې كوی
382099
captcha