د ايران د قرانی خبری اژانس(ايكنا) په ګزارش چې د هاروارډ د پوهنتون د اسلامی انجمن له اطلاع رسوونكی مركز یې نقلوی، دا انجمن دا اراده لری چې ټول هغه پروګرامونه چې په دې اوونۍ كښې د جمعې تر ورځې د وری د مياشتې تر 21 نیټې پورې ترسره كیږی غيرمسلمه كسانو ته د اسلام د ښه ورپيژندلو په غرض ترسره كړی.
په دې اوونۍ كښې ځينې هغه پروګرامونه چې دا انجمن به یې ترسره كوی هغه دا دی: په پوهنتون كښې د كلاسونو تر مينځ د قران تلاوت او بانګ خپرول، په چين كښې د اسلام په هكله د خبرو ناسته ترسره كول، د اسلامی هنر نندارتون لګول، د جمعې لمونځ قائمول، له لسو ژبو نه په زياتو ژبو كښې اسلامی شعرونه ښودل او د اسلامی كتابونو نندارتون لګول.
382952