د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، په دې مقابلو كې ګډون كوونكی هلكان او جينكۍ د پنځو سپارو حفظ د لسو سپارو حفظ او د ټول قران حفظ او د قران پاك په قرائت كې برخه اخلی.
د پينځو سپارو په حفظ مقابلې كې ګډون كونكيو عمر بايد له پينځلسو كالو كم وی د لسو سپارو په حفظ كې بايد له ديرشو كالو كم وی او د ټول قران پاك د حفظ په مقابله كې د هر عمر كسان ګډون كولې شی.
د قرائت په برخه كې هم د عمر څه شرط نشته خو بايد د تجويد د احكامو نه خبر وی او اواز یې ښه وی
په دې مقابلو كې ګډون كوونكی مينه وال كولې شی چې د خرداد د مياشتې د 15 نیټې تر مرداد د مياشتې 15 نیټې پورې خپل نومونه په دمشق كې د ايران په كلتوری مركز كې وليكی.
د دې مقابله نتيجې اعلان به د روژې په مياشتې كې كیږی.
383033