IQNA

«په غزې كښې د رژيم صهيونيسټی د جنګی ظلمونو د څیړنې كمیټی» جوړه شوه

7:34 - April 06, 2009
د خبر لمبر: 1760764
د ملګرو ملتونو له انسانی حقونو د دفاع په شورا كښې، ، په نوار غزه كښې د يهودی قاضی چې د سويلې افريقې اوسيدوونكی دی، په مشرې كښې جوړه شوه
د ايران د قرانی خبری اژانس(ايكنا) په ګزارش چې د فرانس له رسمی خبری اژانس (AFP) یې نقلوی، په غزې كښې د رژيم صهيونيسټی د جنګی ظلمونو د څیړنې د كمیټې مشر په يوګوسلاويه كښې د جنګی ظلمونو د څیړنې تير مشر «ريچارد گلدستون» په دې هكله وويل: ماته حكم شوی دی چې په غزې كښې د شوی ظلمونو څړنه وكړم.

هغه زياته كړه: زه يو يهودی يم او د دې كار د مشرۍ ماته راكولو زۀ حيران كړم خو زما ايمان دی چې دا كار به په ښه طريقه سر ته ورسوم او خپلو تحقيقاتو او څیړنو ته به خپلې كمیټې سره د نتيجې تر روښانيدو پورې ادامه وركړم.

هغه هيله من شو: د دې تحقيقاتو نتيجه به د غزې اوسنی مشكلات حل كړې شی شی او په وطن كښې به صلحه راوستې شی.

په دې كار كښې به د انګلينډ د پوهنتون يو استاذ «كريستين چينكين» پاكستانۍ وكيله «حنا گيلانی» د ايرلينډ پوځی مشر «دسموند تراورز» به هم هغه سره ملګری وی.

په دې 22ورځنی جنګ كښې يو زر درې سوه پنځوس كسان شهيدان شوی چې ډېر پكښې ښځې او ماشومان وو او 5000 كسان پكښې ژوبل شوی دی او تقريبا درې مليارده ډالره نقصان شوی دی.
383063
captcha