IQNA

نړيوال ولس دې د غزې په تړنګې كې د قانون د اجرا كولو ملاتړ وكړی

7:45 - April 06, 2009
د خبر لمبر: 1760765
نړيواله ډله:د دې سيمې د غير عسكری خلقو د وژلو د مخنيوی لپاره نړيوال ولس بايد د غزې او په دې سيمې كې د قانون د اجرا كولو ملاتړ حمايت وكړی او دا يو ضروری چاره ده.
د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، چې له خبری اژانس «Ma’an» یې نقلوی د فلسطينې مهاجرانو د كار او امداد موسسې مشر ښاغلی »جان ګينګ» چې ملګرو ملتو سره تړلی دی پرون د دوری د مياشتې په 15 نیټه د دې مطلب په بيان سره وويل: كه نړيوال ولس په دې سيمې كې د قانون د اجرا كولو ملاتړ وكړی نو هيله ده چې د دې سيمې حالت به ښه شی.

هغه د غزې خلقو د مشكلاتو په هكله وويل چې دا خلق خپل ځان له د خوراك څښاك بندوبست كولو طاقت هم نه لری هغه د اندیښنې څرګندونه وكړه او وويل د اسرائيل په غزې د بريد نږدې دوه مياشتې تيریږی او تر اوسه پورې مونږ د دې خلقو حالت ښه نه كړ بلكې نور هم خرابيدو ته روان دی.

د اسرائيل په غزې 22 ورځنې بريد كې د غزې تړنګې نږدی 1500 سوه فلسطينيان مړه او 5300 سوه ژوبل شوی وو او كورونه مدرسې سكولونه او روغتونونه هم د دې بمبارۍ په پايله كې ويران شوی وو
383026
captcha