د ايران د قرانی خبری اژانس(ايكنا) په ګزارش چې له Sana یې نقلوی، سليمان العيسی خبريالو سره په خبرو كښې په تاريخ كښې د قدس شريف اهميت ته اشاره وكړه او ویې ويل: نن قدس شريف د عربی نړۍ د كلتوری پلازمينې په عنوان سره مشهور شوی دی او زمونږ ذمه واری ده چې د هغې ښار چې د غيرو د حملو لاندې سوزی ټول غمونه او دړدونه خلكو ته وښيو.
شاعر په دې مجموعه كښې د خپلو فلسطينی وروڼو خويندو غم بيان كړی دی او خپل زړه سواندې یې هغوی سره څرګند كړی دی.
«زۀ او قدس شريف» شعری مجموعه په يو سل شپږديرشو مخونو كښې د بيت المقدس، مسجد الاقصی او د فلسطين بيلا بيلو اينځورونو سره خپره شوه.
382985