IQNA

په تركيی كې د امريكې پر ضد مظاهرې

7:33 - April 06, 2009
د خبر لمبر: 1760767
سياسی او ټولنيزه ډله: تركيی ته د امريكې د ولسمشر اوباما په راتلو د تركې زرګونو خلقو له پرونه د اسنبول ښار كې مظاهرې پيل كړی دی.
د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د تر كېې څانګې د يو راپور پر اساس، د اخبار العالم د خبری اژانس په نقل له مخې دا مظاهرې كوونكی ټولې د ښاريزې غونډو په بلنې د امريكې د ولسمشر د تركېې ته د سفر كولو په وجه له شنبه ورځې مظاهرې او لاريونه پيل كړی دی
په دې مظاهرو كې ګډون كوونكيو د «اوباما تركې ته مه راځه»،« له افغانستانه بهر شه» او «خپل كور او هيواد ته ستون شه» نعرې او شعارونه ولګول او په لاسو كې نيولې شوې بينرو او كارډونو باندې د امريكې او د نیټو پر ضد په ليكلو له دې حكومتونو سره د خپلې غصې اظهار وكړ
دا مظاهرې ډيرې پر امن طريقه سره شورو وې د نیټو او امريكې جهنډې یې وسوزولې.
د امريكې ولسمشرښاغلی باراك اوباما د تركېې واكمنانو سره د خبرو اترو او دوه اړخيزې مسايلو څیړلو لپاره نن شپه د دورې د مياشتې په 16 نیټه تركېې ته راځې،
د ذكر وړ دی تركېې د امريكې اصلی هم پيمان او يوازې اسلامی هيواد چې د اتلانتيك شمالی غړې او د نیټو عسكری قواوو په لحاظه، پس له امريكې دويم مضبوط هيواد ګڼلې شی.
383149
captcha