د ايران د قرانی خبری اژانس(ايكنا) په ګزارش چې د اسلامی ارشاد او كلتور د وزارت له عمومی اړيكو مركز یې نقلوی، محمد حسين صفار د وزارتخانې د كاركونكيو تر مينځ د دې مطلب په بيان سره وويل: د هيواد د كلتور بيلا بيلې برخې لكه، مطبوعات، سنيما، كتابونه دې بايد د دې اعتقادی، الهی، اسلامی او ملی غږ په ځای كولو لپاره قدم واخلی.
صفار هرندی وويل: تير كال چې د مخپرتګ په نامه نامول شوی و پكښې مو په ډېرو ډګرونو كښې مخپرتګ وليد.
هغه د بچت په موضوع باندې ټينګار وكړ او ویې ويل: ټول هغه كسان چې د خپل مسوليت احساس ورسره شته هغوی كولی شی چې د خپل كار په ځای كښې د اسراف ځايونه وپيژنی او د له د خلاصی لپاره ښه قدمونه اوچت كړی.
383040