IQNA

ملګرو ملتونو په نړۍ كښې له اسلامی اقتصاده د ګټې اخستلو بلنه وركړې ده

8:30 - April 07, 2009
د خبر لمبر: 1761300
نړيواله ډله: د اقتصاد د ٢٠٠١ كال نوبل انعام اخستونكی او په ملګرو ملتونو كښې د نړۍ د اقتصادی او مالی نظام كارپوهه «جوزف استيگليتز» نړيوالو ته بلنه وركړې ده چې اسلامی اقتصادی نظام ته دې پام وكړی.
د ايران د قرانی خبری اژانس(ايكنا) په ګزارش چې له clicanoo یې نقلوی، كله چې په نړۍ كښې اقتصادی كړكيچ رامنځ ته كيدل رښتيا شو نو د اسلام اقتصادی نظام د ډيرو نړيواله لويانو پام ځانته راواړلو چې پكښې د كاتوليكو شپاړسم پاپ هم دی چې ویې وغوښتل چې اسلامی اقتصاد ته دې پاملرنه وشی.

په هغه بيانیې كښې چې له ملګرو ملتونو له خوا خپره شوې ده، سټیګلیټز د نړيوال اقتصادی كړكيچ د بدلولو لپاره اسلامی اقتصادی نظام ته په پام ولی دی: د نړۍ اوسنې مالی نظام يو مهم او اساسی بدلون ته اړمن دی چې لويدیځ هيوادونو وكړې شی له دې كړكيچه وځی او د دې په حل لارو كښې يوه لاره دا ده چې چې له اسلامی اقتصاده دې ګټه واخستې شی چې ورځ په ورځ مخپرتګ كوی او د پراختيا په لور روان دی.

هغه د بيلګې په توګه مليشيا ياده كښې او وضاحت یې وكړ: مليشيا يو داسې هيواد دی چې په ډېر لږ وخت كښې د اسلامی اقتصاد په سبب مخپرتګ وكړ، د اسلامی اقتصاد اساس دا دی چې څوك مخپرتګ غواړی نو له نقدو پيسو سره دې معامله وكړی نه مجازی پيسو سره.
383544
captcha