IQNA

احسان اوغلو «د تمدنونو اتحاد» په دويمه كلنۍ ناسته كښې ګډون كوی

8:33 - April 07, 2009
د خبر لمبر: 1761302
نړيواله ډله: د كانفرنس اسلامی «OIC» سترسكتر «اكمل‌‌الدين احسان اوغلو» «د تمدنونو اتحاد» په دويمه كلنۍ ناسته كښې چې د وری د مياشتې په ١٧ او 18نیټې د تركیې په استنبول ښار كښې ترسره كیږی، ګډون كوی.
د ايران د قرانی خبری اژانس(ايكنا) په ګزارش چې د كانفرنس اسلامی له اطلاع رسوونكی مركز یې نقلوی، احسان اوغلو به په دې ناسته كښې د «د لويدیځ د تمدن په جوړيدو كښې داسلامی تمدن او مسلمانانو كړچار» په هكله وينا كوی.


دا ناسته د تركیې د لومړی وزير «رجب طيب اردوغان» په كوربه والی سره ترسره كیږی،
په دې ناسته كښې به د سپين لومړی وزير «خوزه لوئيس زاپاترو» د ملګرو ملتونو سترسكتر بان كی مون، او د امريكې اولس مشر بارك اوباما هم ګډون كوی.

په دې ناستې كښې به همدارنګ د سلواكيه، مالټا، افغانستان، جمهوری اذربايجان ولس مشران او د ډنمارك، ارمنستان او انګلينډ اود نورو ډېرو هيوادونو وزيران به پكښې هم ګډون كوی.
د ايران تير اولس مشر «سيد محمد خاتمی» هم پرون د يكشنبې په ورځ د وری د مياشتې په ١٦ نیټه په دې ناستې كښې د ګډون لپاره استنبول ته ننوت.
«د تمدنونو اتحاد» پاونډيشن په ٢٠٠٥ ميلادی كال كښې د تركیې او سپين په ګډون سره د ملګرو ملتونو په حمايت سره جوړ شوی و.
383591
captcha