د ايران د قرانی خبری اژانس(ايكنا) په ګزارش چې د «محيط» اطلاع رسوونكی مركز یې نقلوی، دا قران په يوې نوې طريقه ليكلی شوی دی او د دې په برابرولو كښې ډېر نوښت استعمال شوی دی.
د الازهر د قران څیړنې د انجمن مشر احمد المعصراوی زياته كړه: د دې قران څوارلس قرائتونه په بيلا بيلو رنګونو ليكلی شوی دی چې هر يو رنګ يو خاص قرائت ته اشاره كوی.
هغه همدارنګ زياته كړه: د قران قرائت سره اشنا او ناشنا كسان دې قران ته مراجعې سره په اسانه له څوارلسو قرائتونو خبريدې او پوهيدی شی.
383654