IQNA

اسلامی نړۍ له هر وخته زيات په دې وخت كښې وحدت ته اړمنه ده

8:32 - April 07, 2009
د خبر لمبر: 1761313
ټولنيزه ډله: په مدينه منوره كښې د ايران د ستر لارښود د دفتر مشر د دښمنانو چلونو ته پام وويل: په نن زمانه اسلامی نړۍ له هر وخته زياته اسلامی وحدت ته اړمنه ده.
د ايران د قرانی خبری اژانس(ايكنا) په ګزارش چې د حج له اطلاع رسوونكی مركز یې نقلوی، په مدينه منوره كښې د ايران د ستر لارښود د دفتر مشر حجت‌الاسلام‌ و‌المسلمين «نجف نجفی روحانی» د كوثر پيژندنې په سمينار كښې چې پرون د وری د مياشتې په ١٦ نیټه د عمره كوونكيو محصلانو په ګډون سره د بعثې په ځای كښې ترسره شو، وويل: مسلمان بايد د دښمنانو تفرقه انګيزۍ ته ځير شی.

په مدينه منوره كښې د ايران د ستر لارښود د دفتر مشر حجت‌الاسلام‌ و‌المسلمين «نجف نجفی روحانی» محصلانو ته خبرو كښې وويل: بايد كوثر وپيژنو ځكه چې د خدای ټول صفتونه په بې¬بی فاطمه زهرا(س) كښې څرګند شو دا پاكه بی¬بی د نړۍ د ټولو ښځو لپاره يوه بشپړه بيلګه ده.

هغه له حاضرانو وغوښتل چې بی بی زهرا د خپل ژوند لپاره بيلګه جوړه كړی او د دنيا او اخرت سعادت او كاميابی ترلاسه كړی.

په دې سمينار كښې ځينې محصلانو جينكو د فاطمه زهرا(س) د ژوند په هكله خپلې مقالې وړاندې كړی او په اخر كښې ځينې مقالو ته انعامونه هم وركړی شو.
383484
captcha