IQNA

د بی بی معصومه (س) د وفات غم د دې بی بی په مزار كې تر سره شو

8:46 - April 07, 2009
د خبر لمبر: 1761320
سياسی او ټولنيزه ډله: د كريمه اهل بيت حضرت بی بی معصومه (س) د وفات د كاليزې په مناسبت د عامو خلقو، زوارانو، ګاونديانو، مذهبې انجمنونو سينه زنۍ او مرثيو سره د دې بی بی په مزار كې حاضری وركړه او عزاداری یې وكړه او دا ورځ یې ونمانځله.
د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا)د قم شعبې د يو راپور پر اساس، مذهبې انجمنو د سينه زنۍ ټوليو د دې مزار په چاپيريال سړكونو كې د لاريونونو نه پس د بی بی حرم او مزار ته حاضری ؤكړه او دلته ذاكرانو مرثيه او نوحې وويلې او دا ورځ یې ولمانځله
د قم ښار ټول جوماتونه سړكونه چوكونه، امام بارګاهې او د ښار ځای ځای كې د عزادارۍ په وجه تور رنګ كپړی لګيدلې وې او هر طرف ته ماتم، عزاداری جلوسونه او لاريونونه ښكاريدو.
د بی بی معصومه د حرم او مزار او د امام رضا عليه السلام د مزار 1600 خادمانو د يو ګنټه جلوس نه د بی بی معصومه (س) مزار ته حاضر شول او د حجت الاسلام صديقی د وينا اوريدو نه پس یې د ماسپښين او ماځیګر لمونځ په جامې سره د حضرت ايت الله مكارم شيرازی په امامت ادا كړ
همدا رنګ پرون شپې د بی بی وفات د كليزې مراسم او عزادارۍ په مسجد مقدس جمكران، مسجد بيت النور چې د بی بی د عبادت ځای دی او د مجتهدانو په كورونو كې هم تر سره شوه
بی بی معصومه (س) د حضرت امام رضا عليه السلام خور دی هغه بی بی له مدينې نه خپل ورور امام رضا عليه السلام سره د كتدلو لپاره روانه وه چې په قم كې یې د امام رضا عليه السلام د شهادت نه خبره شوه نو دې خبر سره ناروغه شوه او هم دلته وفات شوه
د بی بی اخيری ارامګاه همدلته دی او په سلګونو زره مينه وال د دې مزار ته له مختلفو هيوادونه راځی
383789
captcha