د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د قم څانګې د يو راپور پر اساس، د كورنۍ د چارو كارپيژاند او د دينې حوزی فاضل كس ښاغلی مولانا حجتالاسلام والمسلمين «يوسف غلامی» د دوری د مياشتې په 16 نیټه په نجمه خاتون باغ كې د ښځو يوې غونډې ته په وينا كې وويل: ايرانی ښځې او نجلۍ د حضرت فاطمه و حضرت معصومه(سلام الله عليهما) په پيروۍ په بركت ډيره حده پورې له دې ككړتيا لری او پاكې دی.
د كورنۍ د چارو كارپيژاند او د دينې حوزی فاضل كس ښاغلی مولانا حجتالاسلام والمسلمين «يوسف غلامی» زياته كړه چې د لويدیځ ښځې دا ارزو او ارمان لری چې په ژوند كې يوازې يو كس سره واده وكړی او ژوند تير كړی خو په اكثرو ځايونو كې د هغو دا ارمان او ارزو نه پوره كیږی او میړه یې د استعمال نه پس پریږدی او بله ښځه د خوښه كړی.
د كورنۍ د چارو كارپيژاند غلامی وويل: پرده او حجاب محدوديت نه دی بلكې امنيت دی. نه يوازې دا چې محدوديت نه دی بلكې د عزت ته د لاس اچولو كسانو لپاره يو لوی خنډ دی
383559