د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د افتخاری خبريال د يو راپور پر اساس، چې د اطلاع رسولو مركز خيمه یې نقلوی د امام حسين عليه السلام د حرم مشر ښاغلی «كريم الانباری» وويل: د حرم نوی پروګرام په تحت د زوارانو د شمير زياتوالی په وجه وړې دروازې او وړكوتی صحنونه بايد پراخ كړ چې زوارانو ته د حرم په نوتلو او رواتلو كې هیڅ ستونزه اومشكل پیښ نه شی
د حرم په ځينو صحنونو پراختيا لره يو ديوار جوړ شوې دی او نور 12 دروازې هم جوړوو او د نويو دروازو له لګيدو پس به د لرغونی ديوال هم وران شی او ځای به پراخ شی
الانباری وويل د نوی دروازو ستروالې 2.60 ګزه دی او پلنوالې یې هم 2.60 ګزه دی او دا دروازې به د پخوانيو دروازو په ځاې لګیږی او هيله لرو چې په راتلونكی كې به زوارانو ته د رش په وجه هیڅ قسم تكليف ونه رسی
383691