IQNA

د حضرت فاطمه معصومه ( س) ژوند ليك

9:12 - April 07, 2009
د خبر لمبر: 1761346
حضرت معصومه سلام الله عليها د امام موسٰی بن جعفر(ع) او حضرت نجمه خاتون لور وه.
ژباړه: محمدرحيم درانی
دا پوهه او روايت كونكی بی بی د علمی او معنوی مقام له نظره په يو ډېرې لوړې مرتبې كښې ده تر دې حده چې د دين لويانو د اووم امام په ځامنو كښې د امام علی بن موسٰی رضا(ع) نه وروسته هغې ځای او مقام له ټولو لوړ ګڼلې دے.
له دې وروسته چې مامون، د دې بی بی ورور (امام رضا عليه السلام) په 200 هجری كښې له مدينې نه مرو ته راوغوښتل نو فاطمه
معصومه هم د نورو علويانو غوندې په 201هجری كښې ايران ته مخه كړه.

په روايتونو كښې د هغې بی بی قم ته د راتللو كيسه دا رنګ بيان شوې ده:
كاروان ورو ورو په صحرا كښې تيريدۀ په كاروان د امام رضا بچی او د هغه ذحضرت (ع) شيعه وو چې د هغه حضرت د ليدلو لپاره د طوس (مشهد) په لور روان وو هغوی ټول د اهلبيتو(ع) له مينه والو وو چې د ظالم عباسی خليفه په زمانه كښې یې ژوند كاوۀ په هغوی كښې د امام موسیٰ كاظم (ع) ګرنه لور بی بی هم وه. د هغه بی بی په دی قافلې كښې شتون د بركت او رحمت سبب و او د شيعو تر مينځ یې يو خاص درناوې او احترام لرلو. او حقيقت د هاشميانو سړيو دا ذمه واری وه چې د هغې بی بی حفاظت وكړی. هميشه ډير خطرې وې ځكه چې عباسی خليفه ګانو تل د اهلبيتو(ع) شيو ته ازار رسول خو د لارې دا خطرې سبب نه كيدے چې د خپل امام له ليدلو او زيارته لاس واخلی او د امام رضا(ع) زيارت دا ارزښت لرلو چې كه ډيرې خطرې وی هم زيارت یې وكړے شی او بيا دا خو د بی بی معصومه د امام رضا(ع) د خور خوښه وه چې په هره طريقه د هغه زيارت ته لاړه شی.

كله چې هارون الرشيد امام موسیٰ كاظم (ع) ته زهر وركړل او شهيد یې كړ نو څه وخت پس په خپله هم مړ شو. امام موسیٰ كاظم(ع) ډير بچی لرل خو د هغوی بر مينځ يوازې امام رضا(ع) د امام مقام ته ورسيد. امام رضا(ع) د عباسيانو د ظالم خليفه په زمانه كښې اوسيده هغه هم لكه د نورو عباسی خليفه ګانو چې څنګه د خلافت مقام تهورسيد نو د علی (ع) د اولاد په ازارولو یې شورو وكړه . دې ته په پام چې مامون " مرو" د خپل خلافت مركز جوړ كړے و او امام رضا(ع) په مدينه كښې اوسيده نو د دې لپاره چې امام رضا(ع) د خپل نظر لاندې وساتی هغه حضرت یې په زور له مدينې خراسان (مشهد) ته راوسته مامون غوښتل چې په دې طريقه امام له خپلو شيعو جدا كړی چې شيعو سره یې څه رابطه نه شی پاتے . عباسی خليفه د شيعو له پاڅونه ډير زيات ويريده له همدې سببه یې ډير كوشش كاوۀ چې د شيعو د علمونو او كلتور د خپريدو مخه ونيسی.

د قافلے په ټولو خلكو كښې فاطمه معصومه(س) د خپل ورور د ليدلو لپاره ډير بی قراقره وه. په لارې كښې ورته هغه وخت راياد شو كله چې یې ورور امام رضا له مدينې روانيده ده اهلبيتو(ع) د كوریۍ ټولو ښځو سړيو د امام په جدایۍ ژړل. دغه وخت امام رضا(ع) خپلو اهلبيتو(ع) ته وفرمايل: "له دې وړاندې چې زۀ خراسان ته لاړ شم زما لپاره ماتم وكړئ"

داسې ښكاريدل لكه چې ټول شيعه په دې خبرې پوه شوی وو چې امام رضا(ع) به له دې سفره بيرته نه راځی. نو له همدې سببه یې له امام دجدای په وخت هغه د يو شهيد په شان ګڼل او ژړا او فريادونه یې كول. د ښځو تر مينځ څوك چې له ټولو زيات خپه وو هغه حضرت معصومه بی بی وه.

لكه څنګه چې بی بی زينب(س) د خپل ورور امام حسين(ع) په جدایۍ كښې ژړيدا همدارنګ بی بی معصومه هم د خپل ورور امام رضا (ع) په جدایۍ اوښكې ورولې او ماتم یې كاؤه، هغی بی بی د لارې ټولې خطرې قبولې كړے چې په خراسان كښې خپل وروروليدے شی او سترګې یې د هغه په مخ روښانه شی او د جدای دعغم ختم شی.

كاروان له ډير سختيو وروسته او له ډير خطرو او مشكلاتو زغملو نه پس اخر د ساوې ښارته ورسيد، او هلته د دمې لپاره ايسار شو خو له بده مرغه په هغه سخت سفر كښې بی بی فاطمه معصومه(س) دومره سخته ناروغه شوه چې وړاندې سفركول ورته ډير سخت وو. هغې بی بی سره په كاروان كښې نور كسان د هغې لپاره سخت خپه وو خو د امام كاظم(ع) لپاره یې هیڅ نه شو كولے بی بی معصومه(س) پوښتنه وكړه: قم ته څومره لار پاتې ده؟ د كاروان ملګرو ورته وويل: قم ته زياته لار نه ده پاتے" نو هغه بی بی وويل: له دې ځايه قم ته ځو" كله چې بی بی دا خبر وكړه نو كاروان د قم په لور روان شو. قم د شيعو له ډيرو زړو ښاور نو څخه و او د هغه ځای ټول خلك د اهلبيتو ملګری او دوستان وو. د قم خلكو چې كله دا خبر واوريده چې بی بی معصومه دوی ښار ته راوروانه ده نو د هغوی د رسيدلو لپاره یې تياری شورو كړه د ښار كوڅی او بازارونه یې جاروكړل او اوبه یې پكښې واچولے او له ښاره بهر د معصومه بی بی د رسيدلو په انتظار شو.

لږ ساعت پس د قم خلكو كاروان وليد چې د هغوی په لورا روان دے د قم شيعه له ډيری خوشحالۍ په خپلو جامو كښې نه ځييدل. د كاروان په وړاندې یې غواګانې او بيزی حلالی كړے او په خير راغلے یې ورته وويل. خو د امام موسیٰ كاظم(ع) لور بی بی معصومه د اوسيدو لپاره د چا كور وټاكه؟ چا ته څه پته نه وه له دې وروسته چې كاروان هلته راورسيد بی بی معصومه(س) د امام رضا(ع) د يو صحابی " موسی بن خزرج" كور د ايساريدو لپاره وټاكه او هلته روانه شوه . هغې بی بی اوولس ورځې درد او بيماری وزغمله او بيا له دنيا لاړه او په همدې ښار كښې خاورو ته وسپارلې شوه.
په دې طريقه هغه پوهه بی بی قم ته راغله.

د هغې بی بی پاك بدن یې د بابلان په مقبرې كښې چې اوس یې هم پكښې د هغې پكښې او عالمې بی بی زيارت او حرم، خاورو ته وسپارل او له بورو يو چت یې ورباندې جوړ كړ.
په اخر كښې، زينب، د امام جواد(ع) لور، په هغه پاكه خاوره ګنبد جوړ كړ.
د بی بی فاطمه معصومه د قبر د زيارت ثواب دومره زيات دے چې امام رضا(ع) په دې هكله وفرمايل: څوك چې د حضرت معصومه سلام الله عليها د پاك مرقد، په پوهه سره او د هغې په حق باندې له خبريدو سره، زيادت وكړی هغه د جنت حقدارې كیږی.
د هغه بی بی مقام او منزلت ډېر لوړ دے.
لكه څنګه چې د هغه بی بی په زيارتنامه كښې لولو: ای فاطمه! په جنت كښې زما شفاعت وكړه، ځكه چې د خدای تعالیٰ په نزدې ته يو خاص مقام لرې.

د امامانو د بچيو تر مينځ بی بی معصومه(س) د خپل لوړ معرفت په سبب چې د امام رضا معرفت یې لرل اود هغه ولايت او وصايت یې قبول كړے و، ډير لوړ مقام لری، او همدا سبب ؤ چې امام جواد(ع) وفرمايل: " څوك چې په قم كښې زما د ترور زيارت وكړی نو په هغه باندې جنت واجب دے.
د هغې په شان كښې همدا ډېره ده چې د هغې بی بی د شتون په وجه، قم ښار، د اسلامی فرهنګ د خپريدو ځای او د ايران د اسلامی انقلاب د درناوی مركز وپيژندل شو. او اوس هم د اسلامی نړۍ د اميد او هيلې په توګه د نړۍ په مخ ځلیږی.
او دا هماغه د اووم امام خبره ده چې فرمايلی یې وو: قم، د محمد(ص) د ځامنو او د شيعو كور او مورچه ده.
captcha