IQNA

په مليشيا كښې د جماتونو امامانو ته د قران د ښوونې دوره ترسره كیږی

8:56 - April 08, 2009
د خبر لمبر: 1761831
نړيواله ډله: د جماتونو امامانو ته د قران د ښوونې دوره د جولائی (زمری) له مياشتې د مليشيا په «سلانگور» ښار كښې ترسره كیږی.
د ايران د قرانی خبری اژانس(ايكنا) په ګزارش چې له «BERNAMA»خبری اژانس یې نقلوی د دې دورې د ترسره كولو غرض دا دې چې د جماتونو امامان په ډېره ښه طريقه قران زده كړی او د قران له معنو خبر شی. د قران د حفظ او قرائت د سطحې داوچتولو لپاره او په تفسير او نورو قرانی علمونو كښې د متخصصو كسانو جوړول هم د دې كلاسونو له اغراضو څخه ذكر شوی دی.

د قران د زده كړې دا دورې د سلانګور د قرائت او د قران د حفظ په مؤسسې كښې د مليشيا د اسلامی پوهنتون د اسلام خپرتيا ډلې په مرسته ترسره كیږ.
384278
captcha