د ايران د قرانی خبری اژانس(ايكنا) په ګزارش چې له ISESCO یې نقلوی، التويجری چې په تركیې كښې یې د تمدنونو د وحدت په ناسته كښې خبرې كولی وويل: خدای سره معنوی رابطه او مذهبی تعليماتو ته پام له داسې لارو څخه دی چې نړيواله ټولنه صلح او ارامښت طرف ته بيايی.
هغه زياته كړه: كه د تمدنونو تر مينځ خبرې يوازې تر سمينارونو حد پورې پاتې شی او مشران دې خبرې ته پام ونه كړی او د نړيوالې صلحې لپاره قدم پورته نه كړی نو د نړيواله ټولنه به د زوال په لور روانه شی.
هغه د تمدنونو تر مينځ په خبرو كښې اسلام له ټولو وړاندې وګاڼه او ویې ويل: د لومړی ځل لپاره د تمدنونو تر مينځ خبرې د اسلامی ټولنې له خوا پيل شوی او دا خبره د دې څرګندونه كوی چې اسلام د صلح او دوستانه اړيكو لپاره له نورو زياته هڅه كوی.
384296