د ژباړونكی او ليكوال د ايران د قرانی خبری اژانس(ايكنا) سره په خبرو كښې وويل: د قران په هكله د كتابونو ځوانان لوستونكی نن سبا په كميدو دی او د دې زيات سببه د ليكوالان دی د بيلګې په توګه د قران په ځينې ترجمو كښې او همدارنګ په قرانی او دينی ترجمو كښې ترجمه كوونكی ټكی په ټكی ترجمه كوی چې دا رنګ ترجمه مخاطبان نه شی راضی كولی.
هغه زياته كړه: د قران په ډېرو ترجمه كښې مونږ وينو چې متن روان نه دی. قران يو الهی معجزه ده چې د پيغمبر(ص) په زړه نازله شوې ده، دا اسمانی كتاب بايد داسې وژباړل شی چې په ټولو وختونو كښې خپل لوستونكی ځانته ليوال كړی ځكه چې دا د انسانانو د هدايت لپاره راغلی دی نو بايد د وخت ادبياتو سره سم ترجمه كړې شی.
د «تاريخ مردمان عرب» كتاب ليكوال وويل: ژباړونكی بايد په ټولو دينی كتابونو كښې لكه نهج البلاغه او صحيفه سجاديه د امانت خيال وساتی او د رانتيا خيال هیڅكله په هير نه كړی او دا هڅه دې وكړی چې دا كلام د اوسنی نسل ادبياتو سره سم بلې ژبې ته وژباړی.
384292