د ايران د قرانی خبری اژانس(ايكنا) په ګزارش چې د بحرين د «الوسط» ورځپاڼې یې نقلوی، دا مقابلې د بحرين د بيلا بيلو برخو د قرانی مركزونو په ګډون سره د الوسط ورځپاڼې، د عبدالنبی تجارتی مركز او د بحرين مدرسه قران كريم په مرسته ترسره كیږی.
دا مقابلې به په حفظ، قرائت، تفسير، د ايتونو په څیړنې، د قران په لنډو كيسو، قرانۍ خطاطۍ او نقاشۍ كښې ترسره كیږی.
تر اوسه پورې د دې مقابله لپاره په حفظ برخې كښې 128 كسانو د تجويد په برخې كښې 160 كسانو نوم ليكلی دی او د تفسير، د ايتونو په څیړنې، د قران په لنډو كيسو، قرانۍ خطاطۍ او نقاشۍ كښې د نوم ليكونكيو شميره لا نه ده راغلی.
384266