IQNA

اوباما: امريكه د اسلامی نړۍ دښمنه نه ده

8:53 - April 08, 2009
د خبر لمبر: 1761841
نړيواله ډله: «بارك حسين اوباما» پرون د دوری د مياشتې په 17 نیټه د تركیې په مجلس كښې د امريكې اسلامی نړۍ سره د اړيكو د ښه كولو سره سره دا خبره نفی كړه چې امريكا د اسلام دښمنه ده.
د ايران د قرانی خبری اژانس(ايكنا) په ګزارش چې د اردن د «الدستور» ورځپاڼې یې نقلوی، د امريكې ولس مشر په انكارا كښې په خپلو خبرو كښې دا هڅه وكړه چې د اسرائيلو په خوا كښې د فلسطين د حكومت د جوړيدو كوشش كوی چې د لويدیځو هيوادونو او اسلامی نړۍ تر مينځ وټ كم شی.

اوباما دې خبرې ته پام چې "په څرګنده ووايم چې امريكه اسلام سره جنګ نه لری" وويل: مونږ د ګټې لپاره سره كار كول او د يو بل احترام كول او د سوءتفاهم د لرې كولو او يو بل سره يوځای كار كولو لپاره هڅه كوو.

د امريكې ولس مشر همدارنګ د مينځنۍ اسيا كښې د صلحې او ارامښت راوښتل د خپل حكومت له غرضونو وګاڼه.

اوباما نن د وری د مياشتې په 18نیټه د استنبول كښې "د تمدنونو تر مينځ د خبرو" په سمنار كښې په خپلې وينا كښې د اسلام او لويدیځ تر مينځه د مسئلو څیړنه كوی.
384242
captcha