پروفيسر «محمدعبدالحليم»چې د لندن د پوهنتون استاذ او د قران مطالعو د دوه كلن سمينار د ترسره كولو په كمیټۍ كښې مشر دی، د ايران د قرانی خبری اژانس(ايكنا) سره په خبرې كښې یې وويل: هر كال د بيلا بيلو هيوادونو د پوهانو له خوا د انجيل او تورات په هكله ډېر تحقيقونه او څیړنې د دنيا په بيلا بيلو ژبو كښې خپریږی، له بل اړخه د مسلمانانو پوهانو له خوا چې كومې مقالې د قران په هكله ليكل كیږی د ډېر غرض پكښې د اسلام تبليغ وی او له همدې سببه په لويدیځو هيوادونو كښې ورته څوك پام نه كوی.
هغه زياته كړه: د اسلامی هيوادونو پوهنتونونه او تحقيقاتی مركزونه دې بايد په يورپی ژبه كښې مقالې خپرول له لومړيو كارونو څخه وګڼی.
قرانی څیړونكی دې بايد په نوی طريقه د قران څیړنه وكړی او د لويدیځو هيوادونو د پوهانو د كتابونو مطالعه دې ولری.
پروفيسر «محمدعبدالحليم» په مصر كښې زیږيدلی دی په وړوكوالی كښې یې د قران زده كړه پيل كړه او اوس د ټول قران حافظ دی هغه له لومړيو زده كړو وروسته په الازهر پوهنتون سبق وويل او بيا د قاهره په پوهنتون كښې د اسلامی مطالعو په څانګه كښې فارغ شو او د نور سبق لپاره انګلينډ ته لاړ. هلته یې له كيمبرج پوهنتونه په اسلامی مطالعو كښې ډاكټریټ وكړ او اوس د اسلامی مطالعو د مركز استاذ دی چې د لندن د پوهنتون د افريقې او شرقی مطالعو د پوهنځی څانګه ده.
پروفيسر عبدالحليم ډېر قرانی او اسلامی كتابونه ليكلی دی چې له ټولو مهم یې په انګريزۍ ژبه د قران ترجمه ده چې 2004 ميلادی كال كښې د اكسفورډ پوهنتون له خوا خپره شوه او د دې نوې چاپ به زر خپور شی.
384193