د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، : په ايران اسلامې جمهوريت كې د دينونو ازادی، د وحدت اوونۍ او د وحدت ضرورت او هغه ته پاملرنه، د حضرت بی بی فاطمه الزهراء د ژوند ليك د مسلمانې ښځې حقيقې سمبول په عنوان، د ايران د اسلامی انقلاب نه پس ديرش كالو كې د ايران قدرت او طاقت او لوړاوې دا هغه موضوعات او مقالات دی چې كوم د سری لنكا په تاميلی مجلې «تودو» په لومړۍ ګڼه د كال 1388 په دوری مياشتې كې خپور شوی دی.
او لومړۍ مقاله یې د وحدت اوونۍ او د پيغمبر اكرم صلی الله عليه و آله وسلم د نيكمرغه زوكړې سره خاص دی.
د تاميلی مجلې «تودو» لومړۍ ګڼه د كال 1388 په دوری مياشتې كې په كولمبو كې د ايران كلتوری مركز په مرستې په 1500 شمير كې خپره شوه او مختلفو مركزونو لكه پوهنتونونو ، دينې مدرسو او دارلقرانونو ته واستول شوه
384299