IQNA

په مكې كې د دوو سوو (200) جماتونو قبله غلطه ده

9:05 - April 08, 2009
د خبر لمبر: 1761860
د افتخاری خبريالو ډله / سيدجعفر فاطمی‌نوش‌آبادی: د سعودی عرب د رسندويو له راپورونو داسې معلومیږی چې د مكې مكرمې د نږدې دوو سوو (200) جماتونو قبله سمه نه ده.
د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د افتخاری خبريال د يو راپور پر اساس، چې له حج اطلاع رسولو مركز یې نقلوی د سعودی عربو د رسندويو راپورونه داسې وايی چې د مكې نږدی دوه سوه جماتونو محرابونه قبلې ته سم نه دی پس مطلب دا چې په دې جوماتونو كې لمونځ كوونكيو په كلونو غلط طرف ته لمونځ كړې دی
كعبه د مسلمانانو يو ډير سپیڅلې ځای دی او هره ورځ په نړۍ كې په ميليونونو مسلمانان دې اړخه لمونځ كوی په ټوله نړۍ كې د جوماتونو محراب بايد قبلې طرف ته وی ګنی عبادت او لمونځ یې باطلیږی. د سعودی عربو د رسندويو راپورونه داسې وايی چې د مكې دې جوماتونو محرابونه له اوله غلط جوړ شوی دی.
د بی بی سی د ګرارش په بڼه د سعودی عرب يوې ورځپاڼې «گازت» د شنبه په ورځ د دوری د مياشتې په 15 نیټه ليكلې دی چې په مكې كې نوی جوړ شويو بلډنګونو نه كله خلقو د دې جوماتونو محرابونو ته ننداره وكړه نو وی ليدل چې د دې جوماتونو محرابونه د كعبې طرف ته نه دی
د سعودی عرب د اسلام مسايلو وزارت واكمن ويلې دی چې يو لويه غلطی ندی چې د خلقو لمانځونه خراب كړی .خو ويلې یې دی چې د دې جوماتونو د محرابونو د سمولو لره اقدام شوې دی
383904
captcha