د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، د دارالحديث د علمی او كلتوری موسسې څانګه ، په اسلامی حديثونو كې قران پاك نومې كتاب ښاغلی «جعفر خوشنويس»، ليكلې دی او ښاغلی «سيد محمدجعفر شيخالاسلام جزايری» دغه كتاب فارسی ته ژباړه كړې ده دا كتاب په حقيقت كې د هغو حديثونو بيانوونكې دی كوم حديثونه چې د شيعه و په سرچينو كې د قران پاك اهميت، قرائت، د قران پاك د تعليم وركولو فضيلت، د قران پاك حفظ كولو او ښودلو په متعلق له پيغمبر اكرم صلی الله عليه و آله وسلم راغلی دی
د «خطبه حضرت فاطمه (سلام الله عليها)»، «مثنوی ريحانةالرسول»، «سير و سلوك در نهجالبلاغه»، «مصباحالهدی»، «بهانههای بنی اسرائيلی»، «مالك اشتر» او«بهشتهای زمين» د پيام ازادې خپرندوېې نوی خپور شوی كتابونه دی.
خطبه حضرت زهرا سلام الله عليها نوم كتاب حضرت ايت الله مجتبی تهرانی ليكلې دی چې پكښې د بی بی زهرا خطبې د هغو تشريح او هغې بی بی په هكله ويناوې هم ذكر شوی دی.
«مثنوی ريحانة الرسول» بی بی فاطمه الزهرا په هكله يوه شعری مجموعه دی
«سيرو سلوك در نهجالبلاغه» كتاب هم د عرفان موضوع په هكله دی چې ښاغلی «مصطفی نعمتی» ليكلې دی او 384 مخونه لری
همدا رنګ «مصباح الهدی» كتاب د څوارلسو معصومينو ژوند هكله دی چې 712 مخونه لری او ښاغلی «عباس خدايی» ليكلې دی.
«بهانههای بنی اسرائيلی» يو تحقيقې كتاب دی او 224 مخونه لری په دې كتاب كې د بنې اسرائيلو قوم كيسه او د خدای د پيغمبرانو په وړاندې د هغو بهانې بيان شوی دی
«مالك اشتر» هم يو شعری كتاب دی چې پكښې ښاغلی «مجتبی صادق» د مالك اشتر د شخصيت په هكله شعرونه بيان شوی دی
همد ا رنګ د «بهشتهای زمين» كتاب يو انځوری كتاب دی چې پكښې د نړۍ ټول زيارتونه او مزارونو عكسونه سره د لږ شان توضيح د «علی زندی توسلی» و «محمدمهدی مومنیها» په لاسونو ليكلې شوی دی
د تهران دوه ويشتم نړيوال نندارتون د لمريز كال 1388 د دويمې مياشتې له 16 نیټې تر 26 نیټې پورې په تهران كې تر سره كیږی.
384319