IQNA

په سيمې او اسلامی نړۍ كې، د وحدت راوستل د ايران استراتيژی دی

9:30 - April 10, 2009
د خبر لمبر: 1762520
سياسی ډله: د ايران د اسلامی جمهوريت د مجلس سپيكر د قطر د تبليغاتو وزير او د الجزيرې چينل د مشرې ډلې سره په كتنې كې څرګنده كړه: په سيمې هيوادونو او په اسلامی نړۍ كې وحدت راوستل د ايران د اسلامی جمهوريت استراتيژی دی.
د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د مجلس د څانګې د يو راپور پر اساس، د قطر د تبليغاتو وزير ښاغلی شيخ حمد بن‌ثامر بن‌خليفه آل‌ثانی او د الجزيرې چينل د مشرې ډلې د سه شنبه په ورځ د دوری د مياشتې په 18 نیټه ښاغلی علی لاريجانی سره كتنه او خبرې وكړی.
د ايران د اسلامی جمهوريت د مجلس سپيكر علی لاريجانی دې بيان سره چې په سيمې كې د ارامښت او سولې مضبوطول د ايران اصولی سياست دی وويل: په سيمې هيوادونو او په اسلامی نړۍ كې وحدت راوستل د ايران د اسلامی جمهوريت استراتيژی دی.
سپيكر علی لاريجانی څرګنده كړه ايران د سيمې هيوادونو سره په مختلفو زميينو كې دوستانه تعلقاتو د پراخيتا او زياتيدا خواهش من دی.
همدا رنګ د ايران د اسلامی جمهوريت د مجلس سپيكر د قطر او ايران تر مينځ د دوستانه تعلقاتو څخه د خوشخالۍ څرګندونه وكړه او دا تعلقات یې د دواړو هيوادونو لپاره او سيمې لپاره ګټه ور وګاڼل.
علی لاريجانی همدا رنګ د الجزيرې چينل د غزې د جنګ په وخت د اخبارو او ګزارشونو خپرونی څخه قدرونه وكړه او له هغو یې شكريه ادا كړه.
د دې ګزارش پر اساس، د قطر د تبليغاتو وزير ښاغلی شيخ حمد بن‌ثامر بن‌خليفه آل‌ثانی او د الجزيرې چينل د مشرې ډلې هم په دې كتنې كې د سيمې او اسلامی نړۍ په هكله د ايران دریځ قدرونه وكړه او ويويل: د سيمې او اسلامی نړۍ په هكله د ايران دریځ تل د هيوادونو تر مينځ د وحدت او همكارۍ سبب ګرځيدلې دی.
هغو د ايران او قطر تر مينځ اړيكې ښې وګاڼلې او ټينګار یې وكړ د ايران او قطر استراتيژی اړيكې د ډيرو ستونزو د حل كيدو باعث جوړيدې شی.
همدا رنګ د الجزيرې چينل منيجر د سيمې مسايلو او بيا په تيره د غزې پیښو په هكله د ايران دریځ له قدرونې سره جوټه كړ: وخت تيريدو سره د ايران دریځ د سموالی پته ټولو ته ولګيده.
384912
captcha