د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، چې د«Arab News» ورځپاڼې یې نقلوی د مسلمان ځوانانو نړيوال انجمن ستر سكتر مرستيال ښاغلی »محمد بن عمر بادحدح» د دې كتاب يوه نسخه یې د موريتانيه پخوانې د تعليم وزير ته وړاندې كړه
هغه د كتاب د ښودلو په مراسمو كې وويل: په روان وخت د داسې كتاب خپوريدل يو ډير ضروری كار دی ځكه چې ډير بې خبره خلق پيغمبر اكرم صلی الله عليه و آله وسلم يو د جنګ غوښتونكې او افراطیګری سره توروی.
بادحدح وويل: د دې كتاب انګريزی ژبې ته ژباړې د دې كتاب ارزښت نور هم زيات كړ او مونږ غواړو چې د دې كتاب نورو ژبو لكه فرانسوی اسپينې او روسی ته هم ژباړه وشی
د كتاب ليكوال ښاغلی ملاباری هم په خپلې وينا كې وويل: ما كوښښ وكړو چې د پيغمبر اكرم صلی الله عليه و آله وسلم د ژوند هغه كيسې خوښې كړم چې هغه مونږ ته دا په ګوته كړی چې پيغمبر اكرم صلی الله عليه و آله وسلم د سولې غوښتونكې او امن پسند كس وو.
384934