د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، چې له TSR یې نقلوی د سويزرلينډ د اسلامی موسسو مركزی غونډې ويندوې ښاغلی فرهاد افشار د دې مطلب په بيانولو سره وويل: په دې كلتوری مركز كې به د اسلامی اثارو ميوزم، جومات د اسلامی سيمينارونو او كانفرنسونو هال او څلور ستورې هوټل به نږدې په 23 زره مربع مټرو زمكې كې جوړیږی.
دا مركز به برن ښار په شمالی سيمې كی جوړیږی چې ورباندې اتيا (80) ميليونه فرانك خرچه راځی. او د دې مركز د نقشې لپاره د دنيا نوموړو انجنئيرانو څخه بلنه شوې ده چې خپلې نقشې دې مونږ ته راستوی
فرهاد افشار په دوام كې وويل: اراده مو دی چې د برن د مسلمانانو په همكارۍ سره دلته د دينونو تر مينځ كانفرنسونه تر سره كړو او دا اسلامی كلتوری مركز فعال كړو
384943